د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ارګ کې د معلولو ورزشکارو سرتېرو د لوبو مشال روښانه شو

په ارګ کې د معلولو ورزشکارو سرتېرو د لوبو مشال روښانه شو

Aug 09, 2017 - 18:52

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د ولسمشر غني په ګډون په ارګ کې د "نه ماتېدونکو لوبو (Invictus Games) تر نامه لاندې د معلولو ورزشکارو سرتېرو د لوبو مشال روښانه شو.

په دې اړه په ارګ کې نیول شوو مراسمو کې په کابل کې د کاناډا سفیر کینیټ نیوفیلډ، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن او د (Invictus Games) لوبو اجرایي مسوول مایکل بورنس ګډون کړى و.

د لوبو اجرایي مسوول مایکل بورنس په دې مراسمو کې وويل، دغه لوبې د هغو سرتېرو قدرداني ده چې د افغانستان د خلکو او نورې نړۍ لپاره يې قربانۍ ورکړې دي.

ده زياته کړه، د لوبو مشعل به له کابله روښانه او له دغه ځايه پيل شي. په دې لوبو کې د افغانستان په ګډون د ١٧ هېوادونو ٥٥٠ معلول سرتېري برخه اخلي.

د کاناډا سفير نیوفیلډ وويل چې د دې لوبو ترسره کول د ټپي شوو سرتېرو د سرښندنو يادول دي.

د هغه په وينا، د کاناډا هر وګړى ستاسو هر لوبغاړي ته سترګې په لاره دی.

ولسمشر محمد اشرف غنی وویل، دا چې موږ دلته د سپورت دغه مراسم نمانځو، بايد په ياد ولرو، کومه ازادي چې موږ لرو دا د هغو زرګونو افغان او بهرنيو سرتېرو د قربانيو پايله ده چې خپل ژوند يې په دې برخه کې له لاسه ورکړى دى.

هغه زياته کړه، ټپي شوو عسکرو د افغانستان د راتلونکو نسلونو او د دنيا د خونديتوب لپاره قرباني ورکړې ده.

دى وايي: "بدبختانه موږ هره ورځ زخميان لرو، خو د دغو لوبو له لارې هغوى ته پيغام ورکوو چې موږ له هغوى سره يو او مرسته ورسره کوو."

نوموړي ټپي شوو عسکرو ته په خطاب کې وويل چې تاسو هر يو د همت، ملي سمبول او هيله مندۍ بېلګه ياست.

د دې مراسمو په پاى کې د "نه ماتېدونکو لوبو د ورزشکارو معلولو سرتېرو لوبو مشال روښانه شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement