د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: د کابل د شنې ساحې طرحه به د کابل ښاریانو د ژوند بهیر بدل کړي

ولسمشر: د کابل د شنې ساحې طرحه به د کابل ښاریانو د ژوند بهیر بدل کړي

Aug 03, 2017 - 15:09

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د پايتخت زون د پرمختيا اداره وايي، د کابل د شنې طرحې د پلان پر بنسټ به لس کیلومتره نوي ښاري سړکونه جوړ شي او هغو خلکو ته چې د استوګنې کورونه یې د دغه پلان په تطبیق سره ویجاړېږي، نوي کورونه ورکول شي.

دغه خبرې د پایتخت زون د پرمختیا ادارې ريیس الهام عمر هوتکي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل د شنې ساحې پر پلان د بحث په غونډه کې پرون ماښام کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه د پایتخت زون د پرمختیا ادارې مسوولینو او د دې پروژې د تمویلوونکو هېوادونو د استازو په حضور کې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پیل کې د پایتخت زون د پرمختیا ادارې ريیس الهام عمر هوتکي د کابل ښار د امنیتي شنې سیمې او د پنځه ګونو ناحیو طرحه غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې دغه طرحه د ښاریانو او ډیپلوماتیکو ساحو د لا زیات خوندیتوب په موخه ترتیب شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاد پلان کې لنډمهال او اوږدمهال اقدامات شوي چې په پلي کېدو سره به یې د ښار پنځه ساحې قلعه موسی، بې بې مهرو، قلعه خاطر او قلعه خیاط، جوړې شي.

ده څرګنده کړه، د دغه پلان پر بنسټ لس کیلومتره نوي ښاري سړکونه جوړېږي او هغو خلکو ته چې د استوګنې کورونه یې د دغه پلان په تطبیق سره ویجاړېږي، نوي کورونه په پام کې نیول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د کابل د شنې ساحې پلان تطبیق د ښاریانو په ژوند کې د پام وړ اغېز لري او هېوادوال به د اقتصادي او ټولنیز بدلون شاهد وي.

د کابل د شنې ساحې د طرحې تر وړاندې کولو وروسته د دې پروژې تمویلوونکو هېوادونو استازو خبرې وکړې او د کابل د خلکو د ژوند د ښه‌والي او د ډیپلوماتیکو ساحو د خونديتوب په موخه يې د وړاندې شوې طرحې هرکلی وکړ.

ولسمشر غني په دې اړه وویل، د شنې ساحې د پلان تطبیق کې به د دولت له بودجې هم استفاده وشي او دغه طرحه د کابل اوسېدونکو د ټولنیز ژوند د بدلون او د ډیپلوماتیکو ساحو د لا امنیت لپاره اغېزمنه ده.

د کابل ښار د شنې ساحې طرحه وروسته له هغه د حکومت له خوا مطرح شوه، کله چې نږدې دوه مياشتې وړاندې (د غبرګولي لسمه) ارګ ته نږدې په زنبق څلورلاره کې د ټانکر په وسيله چاودنه وشوه، چې درانه تلفات او د دولتي ادارو په ګډون يې ډېر مالي تاوانونه خلکو ته واړول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement