د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مخابراتو وزیر: نوي نسل ته ډیجیټل افغانستان په میراث پرېږدو

د مخابراتو وزیر: نوي نسل ته ډیجیټل افغانستان په میراث پرېږدو

Jul 17, 2017 - 18:04

کندهار (پژواک،۲۶چنګاښ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات کندهار ته سفر  وکړ او په عینو مېنه کې یې د افغان ټیلیکام ډیجیټل شبکه پرانیسته.

د پرانيستې په دې مراسمو کې د هغه تر څنګ د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال، د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر، ملي سوداګر محمود کرزي او ګڼو نورو سوداګرو او مخورو ګډون کړی وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات وویل، د کندهار ښار په عینو مېنه کې د افغان ټلیکام اړوند د ۱۰ زره مزیو لرونکې ټيلېفوني شبکې پر پروژه ۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

هغه زیاته کړه، د دغې ډیجیټل شبکې په پرانیستل کېدو سره به خلک ټيلېفون او انټرنټ ته لاسرسی ولري.

ده یادونه وکړه چې ورته ډیجیټل خدمات به ټول کندهار ولایت ته ورسوي او اوس مهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ډیجيټل مخابراتي شبکې لري.

نوموړي وویل، وزارت د یوه ډیجیټل افغانستان لپاره پراخ پلانونه لري او په دې برخه کې له نوې ټکنالوجۍ لکه فایبر، سټلایټ، ریډیو ویو او نورو مډرنو ټکنالوجیو کار اخلي.

ده زیاته کړه: ((موږ افغانستان د فایبر له لارې له چین، ایران، افریقا او اروپا سره نښلوو او په دې توګه شمالي، جنوبي او شرقي ګاونډي هېوادونه د افغانستان له لارې له فایبر سره نښلوو.))

د ده په خبره، لکه څنګه چې د ورېښمو تاریخي لار له افغانستانه تېرېږي، په ورته توګه به له افغانستان څخه ډیجیټل لاره هم جوړوو.

دی وايي، له دې لارې به افغانستان ته د ټکس له لارې ډېر عواید راشي.

سادات وویل، ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي چې هېواد د مخابراتو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له انحصاره وویستل شي او تر راتلونکو پنځو کلونو به افغانستان د دې جوګه شي چې ان له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې مرسته وکړي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې لرې سیمې به د سټلایټ له لارې له یو او بل سره ونښلوي.

دی وايي، هند دوې میاشتې مخکې یو سټلایټ فضا ته لېږلی او ژمنه یې کړې چې دوه ټرانسفاونډره به افغانستان ته ورکوي.

وزیر زیاته کړه: ((موږ د ډیجیټل افغانستان په موخه د ۲۰۱۸ زېږدیز کال لپاره د نړیوال بانک په مرسته ۹۵ میلیونه ډالر لرو چې ښوونځي، روغتونونه، جوماتونه او نور مرکزونه به سره نښلوو او خلکو ته به پر لیکه روغتیايي، تعلیمي او د اړتیا وړ نور خدمات وړاندې کوو.))

دی وايي، په دې توګه به جوماتونه عصري شي چې د مصر، سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو له مرکزونو سره به وصل وي.

ده وویل: ((موږ به نوي نسل ته یو ډیجیټل افغانستان په میراث پرېږدو.))

وزیر د دې تر څنګ د پوستي خدماتو یادونه هم وکړه او ویې ویل افغان پوست تېر کال ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل، خو سږ کال یې دغه عواید ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ کړي دي.

ده خبر ورکړ چې وزارت به پوستي خدمات نور هم عصري او مډرنایز کړي او پوستي جوازونه به ورکړي.

نوموړي په وزارت کې ریفورم او روڼتیا خبره وکړه او ویې ویل هڅه یې دا ده چې بیې ټيټې شي او مخابراتي خدمات ټيلېفون او انټرنټ نور هم مصئونې او باکیفیته شي.

هغه د ولسمشر له خوا د سایبري قانون توشیح یوه لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل، هغوی چې د ټولنیزې مېډیا له لارې شخصیت وژنه کوي، ترهګري کوي او یا د دولت خلاف نورې ناقانونه کړنې کوي، په دې قانون کې ورته له ۵ زره افغانیو جریمې نیولې تر ۲۰ کلونو سزا ټاکل شوې ده.

د کندهار چارواکو او سوداګرو بیا په کندهار کې په مخابراتي برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او له وزارته یې د هغو حل وغوښت.

د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په ځینو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات نشته، وزارت دې هلته د سلام مخابراتي شبکه فعاله کړي، په دې توګه به عواید هم دولت ته لاړ شي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، په کندهار ښار کې د مخابراتي شبکو خدمات ښه دي، خو په ډېرو ولسوالیو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډول کېږي.

د ده په خبره، مخابراتي شبکې دغه کار د وسله والو طالبانو په غوښتنه کوي چې له امله یې ډېر خلک له ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، له همدې امله د ولسواليو خلک د بېړنیو ناروغیو او یا نورو ستونزو پر مهال د شپې له پلوه له یوه او بل سره اړیکې نه شي نیولای.

نوموړي د دغې ستونزې حل وغوښت او ویې ویل، وزارت دې په ولسوالیو کې سلام مخابراتي شبکه فعاله کړي.

د کندهار یوه سوداګر حاجي محمد ولي هوتک وویل چې د کندهار ښار اوسېدونکي د انټرنټ او ټيلېفوني اړیکو په برخه کې د ټيټ کیفیت او ډېر لګښت له امله د مخابراتي شبکو له فعالیت څخه خوښ نه دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر هم په ولسوالیو کې د مخابراتي خدماتو پر پراختیا او معیاري کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، دلته ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه،له ولسوالیو سره ده.

د ده په خبره، که ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي، نو خلکو ته به په ټولنیزو، اقتصادي او ګڼو نورو برخو کې اسانتیاوې راشي او د دولت عواید به هم لوړ شوي وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement