د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا نهو ولسواليو کې له ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري

د پکتيکا نهو ولسواليو کې له ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري

Jul 16, 2017 - 17:59

ښرنه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۶): د پکتيکا ځينې اوسېدونکي او د اترا څانګې مسوولين وايي،  ددې  ولايت په نهو ولسواليو کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى چې ۱۸ رسمي او ۳ غير رسمي ولسوالۍ لري.

د دې ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد الرحمن کټوازي، پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو ۱۵ کلونو را هيسې  په وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې هېڅ مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

ده زياته کړه: ((د يادو درېيو ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او افغان دولت يې د ستونزو د حل لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې او يادې درې واړه ولسوالۍ يې له نظره لوېدلې دي.))

د هغه په خبره، څو څو ځل يې له دولت او  د مخابراتي شبکو له مسوولينو غوښتي چې دغې ستونزې ته د حل لار ولټوي، خو ستونزې يې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او عمل نه ورباندې کېږي.

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر زالو پژواک ته وويل، د ګومل، شکين، برمل او ګيان ولسواليو کې هم ولسونه مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري.

هغه زياته کړه، دولت دې مخابراتي شبکې مجبورې کړي چې د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي، ترڅو د هېواد ټول وګړي د ژوند پرمختګونو ته لاسرسی پيدا کړي.

دى وايي:"له یوې خوا مو د کورنۍ غړي په نورو هېوادونو کې مسافر دي، بل پلو مو د کورنيو غړي دولتي دندې لري، کلي ته نه شي راتلای او نه هم په خپلو سيمو کې مخابراتي فعاليتونه لري چې له خپلو دوستانو او د کورنۍ له مسافرو غړو سره خبرې وکړي."

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي منور مبارز پژواک ته وویل، نه يواځې دا چې په پکتيکا کې مخابراتي فعاليتونه ټکني دي، بلکې په هغو ولسواليو کې چې مخابراتي شبکې فعاليت کوي، انټرنټ يې ۲جي دى او د مرکز ښرنې او ارګون ولسوالۍ د ۳جي خدمات هم تش په نامه فعال دي.

مبارز هم له دولت او د مخابراتي شبکو له مسوولينو غوښتنه کوي چې د پکتيکا په ټولو ولسواليو کې دې مخابراتي شبکې فعاله او هم دې د انټرنټي خدماتو چټکتيا ته پوره پاملرنه وکړي.

بل پلو د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل، په برمل ولسوالۍ کې د افغان بېسيم يوه شبکه د سهار له اتو بجو د مازيګر تر څلور بجو فعاليت کوي او ورسته د وسله والو طالبانو په امر بندېږي.

هغه وايې، افغان دولت بايد په ټولو مخابراتي شبکو ومني چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کړي.

د پکتيکا د مخابراتو ریاست د اترا څانګې مسوول ابراهيم جاهد په دې اړه پژواک ته وویل، پکتيکا ۱۸ رسمي واحدونه لري چې له ډلې يې د مرکز په ګډون په نهو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت کوي او په پاتې نورو سرحدي ولسواليو کې فعاليت نه کوي.

هغه وايې، د يادو ولسواليو قومي مشرانو دوی ته د دې ستونزې په اړه شکايت کړی او دوی دغه ستونزه تر مرکزي ادارې  رسولې ده.

سرچينه زياتوي، د ژمنو پربنسټ به په ډېر نږدې راتلونکي کې د دې ولايت په څو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت پيل کړي.

په پکتیکا کې څلور مخابراتي شبکې (روشن، افغان بېسيم، ام ټي ان او سلام) شبکې فعاليت کوي چې فعاليتونه يې په مرکز  ښرنه او يو شمېر ولسواليو پورې  محدود دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement