د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې د مرمرو د يواځينۍ فابريکې چارې په ټپه درېدلي

په کونړ کې د مرمرو د يواځينۍ فابريکې چارې په ټپه درېدلي

Mar 17, 2017 - 11:00

اسعد اباد (پژواک، ٢٧ کب ٩٥) : په کونړ کې د مرمرو د يواځينې فابريکې څښتن وايي، چې ددولت لخوا ورته د مرمرو قرارداد، په نه ورکولو سره د٢٥٠ زره ډالرو پانګونه يې ډوبه شوې او لسګونه کسان بېکاره شوي دي.

په دې ولايت کې د لومړي ځل لپاره د مرمرو فابرېکې په ١٣٩٣ لمريز کال کې پر فعاليت پيل کړى ، خو اوس دوى وايي، چې د مرمرو د کانونو د بندېدو له امله د دوى کارونه هم په ټپه دريدلي دي.

په کونړ کې د مرمرو د فابريکې مالک لطف الله زهير وايي، چې درې کاله مخکې يې فابريکه فعاله کړې وه، خو تر يوې مياشتې فعاليت وروسته وتړل شوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لومړي سره کې يې له حکومت سره د مرمرو د کان قرارداد درلود، خو يوه مياشت وروسته حکومت دغه قرارداد فسخ کړ.

دى وايي، چې پر دې فابريکې يې ٢٥٠ زره امريکايي ډالر پانګونه کړې وه، او لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

زهير وويل، چې قانوني جواز هم لري او دولت ته يې هر کال ماليه هم ورکوله، خو اوس يې کاروبار بند او لګولې پانګه يې هېڅ عايد نه لري.

د  کونړ د سوداګرۍ خونې مشر محمد جلال وايي،  چې درې کاله مخکې يې قرارداد د کانونو وزارت ته لېږلى دى، خو تر اوسه قرار داد نه کېږي .

ده پژواک ته وويل : ((موږ له کانونو څخه تېږې فابريکې ته راوړو،خو اوس وزارت  ورته ويلي، چې د ولسمشر لخوا قراردادونه بند شوي دي.))

د نوموړي په وينا، په کونړ کې اويا (۷۰)سلنه د مرمرو معدنونه شتون لري، خو که اوس ورته حکومت قرارداد ورنکړي؛ نو فابريکې به يې له سقوط مخ شي.

جلال زياتوي،  چې د کونړ مرمر د سيمې په کچه ښه نوم لري ، ښه رنګونه يې دي، او له هېواده بهر هم ښه مارکېټ لري  ، حکومت بايد دې صنعت ته وده ورکړي؛ نه دا چې ستونزې ورته جوړې کړي.

د کونړ  ولايت د مرکز اسعد اباد ښار يو تن اوسېدونکى امير الله وايي، چې د مرمرو دغه يواځينۍ فابريکه د څو تنو لخوا جوړه شوې وه او لسګونو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره وه.

هغه پژواک ته وويل، له کله راهيسې چې دا فابريکه بنده شوې، لسګونه کسان بېکاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د خصوصي سکتور د پياوړتيا لپاره يادې فابريکې ته يو ځل بيا د مرمرو د پروسس قرارداد ورکړي.

امير محب الله چې په نورګل ولسوالۍ کې د مرمو د کان قراردادي دى، وايي، چې دوى د کان کيندنو لپاره په ١٣٩٣ لمريز کال کې قانوني کارونه خلاص کړي او د مرمرو ويستلو لپاره له ايران او ترکيې څخه وسايل هم اخيستي دي.

خو هغه پژواک ته وويل، کله چې يې قرارداد وزارت ته ولېږل شو؛ نو د هغوى لخوا ورته وويل  شول چې حکومت د کانونو د قراردادونو ورکول ځنډولي دي.

دى وايي : (( که حکومت قرارداد نه راکوي؛  نو اړونده وسايل دې له موږ واخلي او موږ ته دې يې بيه راکړي، چې له اقتصادي تاوان څخه خلاص شو.))

د کونړ د کانونو او پيټروليم رييس انجنيرهاورن الرشيد وايي، په قانون کې راغلي، څوک چې د کانونو د کيندلو جواز ونه لري، فعاليت نه شي کولاى.

هغه پژواک ته وويل، چې پخوا ددې ولايت د مرمرو د کان کيندلو لپاره داوطلبي وشوه، متشبثين راجلب شول، او ګټونکى قرارداد يې وزارت ته د منظورۍ لپاره لېږلى و.

د نوموړي په وينا، کله چې قردراد وزارت ته ورسېد، نو د کانونو په قانون کې تعديلات راغلل او قانون نوى شو او پخواني طرز العملونه لغوه اعلان شول.

هغه زياته کړه، چې اوس د نوي طرز العمل له مخې، ټول قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسيون لخوا منظوريږي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement