د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د پاک او زرغون ښار پروژې چارې پيل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د پاک او زرغون ښار پروژې چارې پيل شوې

Mar 13, 2017 - 19:38

جلال اباد(پژواک،۲۳کب۹۵): د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د سرسبزۍ او بنسټيزو کارونو د ترسره کولو په موخه د پاک او زرغون ښار پروژې عملي چارې پيل شوې.

د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان  د کب په ۲۳مه د يادې پروژې د عملي پيل په مراسمو کې  چې د جلال اباد عيدګاه جومات کې ترسره شول، وويل، د دې پروژې اصلي موخه بې روزګاره ځوانانو ته کار موندنه  ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه پروژه کې چې دوه کاله به دوام وکړي، هره ورځ به شاوخوا پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه برابره کړي  چې د کار په بدل کې به ورته مناسب معاش هم ورکول کېږي.

جلال اباد ښاروال زياته کړه چې د دغې پروژې پرمهال چې د (USAIDinfo-icon) په مالي مرسته او د يو اين هبيتات موسسې په تخنيکي همکارۍ پلې کيږي جلال اباد ښار ته به ځانګړې ښکلا ورکړل شي.

د حميد الله افغان په وينا، چې په دغه پروژه کې د جلال اباد ښار د واټونو ښکلا، د کټارو لګول، د سړکونو ترميم او جوړول، د ښځو لپاره د يو ځانګړي پارک رامنځته کول او د ګذر وکيلانو او شوراګانو په خوښه د ځينو نورو بسنټيزو پروژو ترسره کول هم شامل دي.

نوموړی وايي چې د پروژې په يوه برخه اته سوه زره او پر بلې برخې ٩٠ زره امريکايي ډالره لګول کيږي.

دی وايي چې دغه ټولې پيسې او کارونه د ښار په ټولو ناحيو ويشل کېږي او ټولو ناحيو ته د اړتيا ترڅنګ يو شان ونډه ورکول کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد ياده پروژه په جلال اباد ښار کې د بې روزګارۍ د کچې د کموالي او دغه راز د دغه ښار د ښکلا لپاره ګټوره وبلله.

نوموړي وويل، چې يادې پروژې سره به په جلال اباد ښار کې سلګونه کسانو ته کار پيدا شي او په مرسته به يې په ننګرهار کې د بېکارۍ کچه کمه شي.

دغه راز احمد الله چې په دغه پروژه کې ورته د کار زمينه براره شوې وه، پژواک سره د خبرو پرمهال وويل  چې تر دې وړاندې به د جلال اباد ښار په مختلفو سيمو کې د کار لپاره ګرځېده؛ خو کار ورته نه پيدا کېده.

هغه وويل چې ډير کله ورته په ورځو ورځو کار نه پیدا کېده؛ خو اوس هيله مند شوی، چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به نور  وزګاره نه وي.

د يادولو ده چې جلال اباد ښار کې تر دې وړاندې هم د ښاروالۍ له لوري د ښارپاکوالو او ځوانانو ته د کار موندنې پروژې پلې شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement