د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې ډېری خلک د کانګو له وېرې غوښه نه خوري

روغتیا

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

غزني کې ډېری خلک د کانګو له وېرې غوښه نه خوري

Oct 23, 2016 - 11:56

غزني ښار (پژواک، ٢ لړم ۹۵): په غزني کې د کانګو ناروغۍ له را پيدا کېدو سره د دغه ولايت ګڼ خلک اوسمهال د مستو، شيدو او غوښې له خوړو ډډه کوي.

په دې وروستيو کې د يو شمېر نورو ولايتونو تر څنګ په غزني کې د کانکو وژونکې ناروغۍ شپږ کسان مړه کړل او اوس هم د دغه ولايت دوه اوسېدونکي د همدې ناروغۍ له امله د کابل په انتاني روغتون کې بستر دي.

د اړوندې موضوع په اړه په غزني يوه قصاب جان محمد د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د کانګو ناروغۍ خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

هغه وايي: ((پخوا مې د ورځې درې - څلور پسونه حلالول او غوښه مې خرڅوله خو اوس د ورځې کله يو من غوښه هم نه خرڅېږي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې يادې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي تر څو دوى هم له تاوان سره مخ نه شي.

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې خلک د غوښې تر څنګ اوسمهال د مستو او شيدو له خوړو هم ډډه کوي.

هغه زياته کړه: ((غوښه خو څه کوې، اوس خلک شيدو او مستو ته هم نه نږدې کېږي، ټول ډارېږي چې کانګو يې ونه نيسي.))

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي احمدضيا پژواک ته وويل: ((له کانګو نه خلک ډېر ډار شوي دي، زه څو ورځې وړاندې يو واده تللى وم، واده کې خلکو غوښه نه خوړله او ډارېدل چې کانګو به يې ونيسي.))

خو د غزني د عامې روغتيا رئيسه ضياګل اسفنده يي بيا وايي چې د کانګو ناروغي د غوښې او مستو له لارې سرايت نه کوي.

هغې وويل: ((کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده خو ويروس يې په ٨٠ درجې ګرمي او ٨ درجې يخنۍ کې له منځه ځي او غوښه په سل درجې حرارت کې پخېږي نو خلک بايد اندېښنه ونه لري خو غوښه بايد ښه پخه کړي.))

اسفنده يي وايي چې عامې روغتيا وزارت هڅه کوي څو د دې ناروغۍ د له منځه وړو لپاره يوه اساسي لاره پيدا کړي نو تر هغه وخته دې د غزني خلک احتياط وکړي.

د غزني د ولايتي روغتون د داخلې څانګې ډاکتر محمد حسين عرفاني پژواک ته وويل، دغه ناروغي د کنې په نوم د یوه خزنده په وسيله او له ناروغ شخص څخه روغ شخص ته د وينې د ورکولو او بدني اړيکې له لارې انتقالېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، د دې ناروغي عمده نښې شديده تبه، له سترګو او پزې څخه د وينې بهېدل، د عضلاتو درد او پر پوستکي د سور رنګه ټپ پيدا کېدل دي.

ډاکتر عرفاني وايي، دغه ناروغي په لومړيو کې د درملنې وړ ده او په هر چا کې چې دغه نښې ليدل کېږي، بايد ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وکړي.

هغه وويل: ((که چېرې دغه ناروغي د حيوان په غوښه کې وي، نو غوښه بايد ښه پخه کړل شي.))

د عامې روغتيا وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي سږ کال د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې ليدل شوې ده.

د يادونې ده، سږ کال په هرات ولايت کې د کانګو ٥٣ پېښې ثبت شوې دي.

د کانګو ويروس د کريميا کانګو هيمورايتيک فيور په نوم يادېږي چې د لومړي ځل لپاره په ١٩٤٤ کال کې د اوکراين هېواد په کريميا ټاپو کې ليدل شوى او وروسته بيا کانګو هېواد کې خپور شو چې له امله يې تر اوسه زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement