د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معلوماتي ټيکنالوجي د فساد پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لرلی شي

معلوماتي ټيکنالوجي د فساد پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لرلی شي

Sep 20, 2016 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وږي ۹۵): د ټکنېشن په نوم يوه اداره وايي، د معلوماتي ټيکنالوجۍ پرمختګ کولی شي چې په افغانستان کې د فساد په مخنيوي کې مهم رول ادا کړي.

د دې ادارې مسولين وايي چې په افغانستان کې د نوښتګرو کسانو د روزنې لړۍ يې پيل کړې او غواړي چې له دې لارې په ادارو کې د فساد د مخنيوي په موخه نوي انټرنیټي سافټ ويرونه جوړ کړي.

د يادې ادارې مسوولينو د وږي په ۳۰مه په جلال اباد ښار کې د سافټ وير جوړونې درې ورځني سيمينار په څنډه کې له پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال په دې اړه معلومات وړاندې کړل.

ټکنېشن اداره وايي د جوړېدونکي سافټويرونو پر مټ کولی شي،په دوايرو کې د مالي او اداري کارونو سمه کارونه او څارنه وکړي.

د دې ادارې مشر عمر منصور انصاري پژواک ته وويل، اداري فساد په افغانستان کې يوه پنځلس کلنه پديده ده او ختمول يې ډېر کار او وخت ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، معلوماتي ټيکنالوجي کولی شي چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې مهم رول ادا کړي او دوی په دې برخه کې د ځوانانو پر روزنه پيل کړی دی.

دغه راز په افغانستان کې د ټکنېشن ادارې مرستيال سهار ستانکزی وايي، دوی د ياد سيمينار پرمهال پنځوس ځوانان چې ۱۰ يې ښځينه دي ، د دې لپاره روزي، چې په هره اداره کې د فساد د مخنیوي په موخه نوي سافټ ویرونه جوړ کړي.

هغه وړاندې وويل: ((دا به دوه ګټې ولري، چې یوه به يې ځوانانو ته د کارموندنې برخه وي او بله به يې هم د فساد په مخنيوي کې پرمختګ وي.))

دى وايي بریالیو سافټ ویرونو ته جایزې هم ورکوي او نوښتګر کسان کولی شي په نورو ادارو کې ځانونو ته دندې پیدا کړي.

د ټکنالوجۍ په برخه کې له دې پروژې سره پر ټکنېشن موسسې سربېره یو ایس ای ایډي او انټر نیوز نړیوالې ادارې هم مرسته کوي، تر څو په ادارو کې د کېدونکي فساد مخه ډب کړي.

د سيمينار يو ګډونوال شکر الله مشکور  وايي چې له دې لارې کولی شي د سافټ ويرونو په جوړولو سره په ادارو کې د فساد مخه ونیسي،ځکه هره اداره لېواله ده، چې چارې یې له ساده سيسټمه په کمپیوټري هغې بدلې شي.

مشکور زياته کړه: ((اوس په ډېرو دولتي ادارو کې سيستم قلمي دی او په شخص پورې مربوط دی، که د هرې ادارې لپاره بېل ډېټابېس جوړ شي؛ نو هم به د شخص په نه موجوديت کې کار پر مخ روان وي او هم به د فساد مخه نيول شوې وي.))

دې ادارې پر ننګرهار سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پروسه پیل کړې تر څو نوښتګر ځوانان وروزي او په راتلونکي کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement