د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نی: مخابراتو وزارت د فیسبوک او ټویټر سرعت کم کړی

نی: مخابراتو وزارت د فیسبوک او ټویټر سرعت کم کړی

Aug 04, 2016 - 16:19

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې مسوولين وايي، د مخابراتو وزارت په قصدي ډول د فيسبوک او ټويټر سرعت کم کړى، خو د مخابرات وزارت دا ادعا ردوي.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مسوول صديق الله توحيدي، دغه څرګندونې نن د ټولنيزو رسنيو د اونۍ د وروستۍ ورځې په تړاو وکړې.

ده وويل، سره له دې چې په هېواد کې د انټرنټ سرعت زيات دى، خو د مخابراتو وزارت د فيسبوک او ټويټر سرعت کم کړى، چې پر لامل يې دى نه پوهېږي.

نوموړي زياته کړه، د ټولنيزو رسنيو په دې يوه اونۍ کې يې وموندله، چې په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو ترڅنګ د ټويټر او نورو ټولنيزو رسنيو کاروونکي زيات شوي دي.

د هغه په وينا، په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک کې ځينې کسان د تعصب، يو پر بل د لوړتيا او برترۍ او داسې نور مطالب خبروي، چې قومي او ژبني تعصب ته په کې لمن وهل کېږي.

نوموړي د ټولنيزو رسنيو له کاروونکو وغوښتل چې ټولنيزو اخلاقو ته په پام سره، د يادو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي او پر ځاى دې يې داسې موضوعات خپاره کړي، چې خلک يووالي ته راوبولي.

توحيدي وويل، د ولسي جرګو ځينو غړو د چارو ادارې ته کوم مکتوب لېږلې او په کې يې د مخابراتو له وزارته غوښتي، چې د فېسبوک په کارولو تر يوه بريده محدوديتونه وضع کړي.

خو د ده په خبره، هېڅ ډول محدوديت چې د رسنيو د قانون خلاف وي، دوى ته د منلو وړ نه دى.

ده د ټولنيزو رسنيو له کاروونکو وغوښتل، چې ګټور، سالم او د باوري سرچينو له خوا تاييد شوي مطالب خپاره کړي.

له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر دغه راز د مخابراتو له وزارته هم وغوښتل، چې د ټولنيزو رسنيو امنيت خوندي کړي.

د مخابراتو وزارت وياند ياسين صميم بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټولنيزو رسنيو د امنيت خونديتوب د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده او دوى په دې اړه عدليې وزارت ته ځيني قوانين لېږلي او هم په دې برخه کې يو لړ برنامې لري، چې په پلي کېدو سره به يې ياده ستونزه هواره شي.

 خو نوموړي د "نی" ادارې دا ادعا چې ګواکې د مخابراتو وزارت د ټولنيزو رسنيو سرعت کم کړى، رد کړه او ويې ويل، د دوى دنده د ښو انټرنتي خدماتو برابرول دي، نه دا چې د انټرنټ د کيفيت او سرعت د ټيټېدو لامل شي.

نوموړي له ټولو نهادونو او په ځانګړي ډول د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې له مسوولينو وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې څرګندونې په مسوولانه ډول ترسره کړي.

صميم همدارنګه له ياد شوي مکتوب څخه ناخبري وښوده او زياته يې کړه، د ملي يووالي حکومت مشران او په ځانګړي ډول د مخابراتو وزارت د بيان د ازادۍ ته ژمن دي او ترې ملاتړ کوي او د کوم داسې بنديز يا محدوديت په لټه کې نه دي، چې له امله يې د انټرنټ د کيفيت د ټيټېدو او يا د ټولنيزو رسنيو د محدوديت سبب وګرځي.

د مخابراتو وزارت وياند د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې کابو پنځه ميليونه کسان انټرنټ ته لاسرسى لري، چې له دې جملې څخه ٨٧ سلنه فېسبوک او ٤-٥ سلنې پورې ټويټر کاروي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement